اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د خزانې وفاق?? وزير اسحاق ډار وئېلي دي چې د هېواد د??وا??يه كېدو په اړه بې بنسټه خبرونه خپروي٬ دا ډول منفي پروپیګنډه عمران نيازي كوي٬چا چې معيشت تباه كړې او نړ??وا??و مالياتي ادارو سره كړی لوظونه يۍ نه دي پاللې٬ موجوده اتحادي حكومت د هېواد معيشت ښه والي ??پا??ه مهمې پرېكړې كړې دي٬ پاكستان څخه د غنمو٬سرې او ډالر قاچاق مخ نيوي ??پا??ه به ټول ضروري اقدامات كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د كابينې غړو سره د پرېس كنفرنس په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو په مهال وكړه۔ د پاكستان معاشي صورتحال جائزه وړاندې كولو سره ده ووئيل چې مونږ د سياست په ځاې رياست ته ترجيح وركړې٬د سېلاب قدرتي آفت راغلو ٬ د محدود وسائلو باوجود مو ځپليو ته رېليف وركړې٬هره اونۍ د كابينې غونډه كېږي٬وزيراعظم كابينه كښې د مشاورت سره پريكړې كوي٬نن مونږ د تحريك انصاف د كاركردګۍ له امله په ځايې ولاړ يؤ۔ د خزانې وفاق?? وزير اسحاق ډار ووئيل چې د پاكستان نه امريكائي ډالر او غنم قاچاق كېږي د دې مخ نيوي ??پا??ه به ګامونه پورته كولې شي٬ د پي ټي ??ئي حكومت په خپل دور كښې د هېواد معيشت تباه كړے٬عمران نيازي نړ??وا??و مالياتي ادارو سره كړی لوظونه نه دي پاللې۔ اسحاق ډار ووئيل چې د ډالر سركاري ريټ 224 روپۍ دې خو د بارډر د لارې د قاچاق كېدو په وجه په ګرے ماركيټ كښې د ډالر په بيعه كښې د 13 نه تر 18 روپۍ فرق دې٬د قاچاق په ضد به سخت ايكشن اخستلې شي۔ده ووئيل چې غنم٬سره درآمد كوو٬هغه هم قاچاق كېږي٬له دې كبله كه باډر سيل كول وي نو كولې به شي خو اوس به د قاچاق اجازه ورنه كړې شي۔د جمعې په ورځ يو كريك ډاؤن پیل شوې چې نتيجې به يې ډېر زر رامخې ته شي۔ده ووئيل چې كله د (ن)ليګ حكومت ختم شو نو ګراني 4.5 فيصد وه٬هغه مهال اسټاك ايكسچنج اېشيا كښې تر ټولو زيات مخ په وړاندې روان و خو د عمران حكومت په خپل دور كښې رېكارډ قرضې اخستې دي او معيشت يې تباه كړی دې
د هېواد ديواليه كېدو په اړه بې بنسټه خبرونه خپروي٬عمران نيازي معيشت ته زيان رسولے۔ د خزانې وزير اسحاق ډار خبري كنفرنس
Fortune Fortune Tree APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر