اسلام آباد 06 دسمبر(اے پی پی)?? منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پیك پروژو پېشرفت په اړه مهمه غونډه اسلام آباد كښې شوې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي٬?? منصوبه بندۍ وزارت ايډېشنل سېكرټري٬د پلاننګ كمېشن غړو٬بېلو وزارتونو او ډويژنونو سېكرټريز او د اړوندو ادارو سينئر افسرانو ګډون وكړو ۔د جمعې په ورځ په شوې غونډه كښې د توان٬انفراسټركچر٬كركيلې او خاص اقتصادي زونز پشمول بېلو مهمو څانګو كښې د روانو پروژو جاج واغستلے شو۔د رېلوے او مواصلات وزارت ايم ايل -1 او قراقرم هائي وے منصوبو اوسني پېشرفت باندې بريفنګ وركړو او د راتلونكي تګلارې خاكه يې وړاندې كړه۔د ايم ايل-1 پروژې په اړه ?? منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د چين وزيراعظم لخوا د تكنيكي پوهانو پاكستان ته د راتګ وعده وستائېله۔ده ووئيل د چين سفير سره اوسني ملاقات كښې د مالي پوهانو ډلې په شموليت ??م ات??اق شوے دغسې چې د پروژې ټولې چارې په وخت حل كړې شي۔ د قراقرم هائي وے په پروژه خبرو كښې وفاقي وزير نېشنل هائي وے ات??ارټي ته د چينائي شراكتدارو سره د مرستې لا تندولو هدايت ??كړو دغسې چې دا سټريټجك پروژه د سي پېك فيز IIله مخې په وخت بشپړه كړې شي۔د خاص اقتصادي زونز پرمختګ په اړه احسن اقبال د چين استعداد او مهارت په اړه خبره كولو سره ووئېل پاكستان د چين څخهد دوو ماډل صنعتي زونز د ترقۍ وركولو خواست كړے كوم به چې د ټرن په بنياد بشپړولې شي او د نورو زونز لپاره به معيار ټاكلے شي۔ده بورډ آف انويسټمنټ ته په اسلام آباد كښې د زونز پرمختګ لپاره د زمكې اغستو عمل زر تر زره د بشپړولو هدايت ??كړو ۔?? منصوبه بندۍ وفاقي وزير رشكئ خاص اقتصادي زون كښې د بجلۍ وركولو لپاره پاور ډويژن او پيسكو ته سمدستي د اقدامات هدايت ??كړو ۔د كركيلې په څانګه كښې د 1000 پاكستانو فارغ شوو زده كوونكو په چين كښې د تربيت ??ېشرفت هم جاج واخستلې شو۔احسن اقبال هدايت ??كړو چې تربيت ??پاره تلونكو پوهانو ته بشپړه آسانۍ وركړئ۔د غونډې په اختتام وفاقي وزيراحسن اقبال د سي پيك پروژې په وخت بشپړولو له د عزم پخلې كولو سره ووئېل وزيراعظم به ډېر زر فائيو ايزنېشنل اكنامك ټرانسفارمېشن پلان اعلان كړي كوم به چې د هېواد د پرمختګ يوه كوټلې خاكه وړاندې كوي۔
د وفاقي وزير سېنېټر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پیك پروژو پېشرفت په اړه مهمه غونډه
Electronic City Reliable Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر