اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي پيشه وره او فعاله بېورو کرېسي د هېواد د نظم و نسق د ښه والي، سماجي، اقتصادي او د پرمختګ هدفونه سر كولو كښې مهم كردار لوبولې شي ٬ غوره او موثره واكمني ب?? د ??اكستان په ??ېر معم??لي حالاتو او چېلنجز قابو موندلو له ??رستياله ??ګرځي۔ د سينيټ سيکرټريټ له ??خې د جمعې په ورځ په نيشنل انسټي ټيوټ آف مينجمنټ اسلام آباد كښې د 35م سينئر مينجمنټ کورس ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دا مهال غوره او هم موثره ګورننس به پاکستان د غېر معم??لي حالات او سماجي، اقتصادي، د انساني ترقۍ، صحت، تعليم او په پرمختيائي چيلنجز قابو موندلو له ??هم ثابت شي۔ ده ووئيل ما د وزيراعظم او اوس د سېنېټ چيئرمېن په ??ېث دا ليدلي چې ديانتدار افسران معنې لرونكے او تل پاتې بدلون راوستلے شي۔ ده ووئيل د تل پاتي پرمختګ هدونه سر كول په موثره حكمرانۍ اړه لري۔ ده ووئيل يو ټاكلے نمائنده حکومت او فعاله ??ارلمان چې كار كوي او مېرمنو ته په ګورننس او پاليسي سازۍ كښې زياته نمائندګي ترلاسه كېږي۔ ده خوشحال او د پرمختګ په لاره روان پاكستان لپاره كار كولو له دا اړخونه په ??ړه پورې پېشرفت وګرځولو۔ د سېنېټ چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې سينئر مينجمنټ کورس څخه به ھغه پوهه او عزم ترلاسه شي كوم چې هېواد كښې د دې چېلنجونو مخنيوي له ??رستياله ??ګرځي۔ ده زور رواړو چې د هېواد٬ سيمه ايز او په نړيواله ??چه بدلېدونكے صورتحال د دې خبرې متقاضي دے چې داسې پاليسۍ وضع كړې شي چې نه يوازې زمونږ د قامي ګټې تحفظ وكړي بلكې دې ته وده وركړي او د پرمختګ عمل ګړندے كړي۔ ده په ??ې لړ كښې د افسرانو كردار مهم وګرځولو۔ ده د بدلون خپلولو٬ اختراع ته وده وركولو او كار كښې ديانتداري او د کارکردګۍ كلتور ته په وده وركولو زور رواړو۔ ده د ډائريکټر جنرل ډاکټر طارق موج او د اېن آئي اېم د ډلې ستائنه وكړه او د دوي غېر متزلزل عزم ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په ??ې موقع د سېنېټ چيئرمېن بېلا بېل پيشه وره ګروپس سره تعلق لرونكو افسرانو له سندونه وركړل۔ د دې نه وړاندې ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد طارق موج او فيکلټۍ د سېنېټ چيئرمېن د كورس د مهمو اړخونو نه خبر كړو۔
پيشه وره او فعاله بېورو کرېسي د هېواد د نظم و نسق ښه والي، سماجي، اقتصادي او د پرمختګ هدفونه سر كولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ سيد يوسف رضا ګېلاني
ड्रैगन हैचिंग मनोरंजन विश्वसनीय लिंक
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha