شينزن 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف ?? چين پنځه ورځنۍ دورې په وړومبي پړاؤ كښې شينزن ته رسيدلے دے۔ د وزیرِاعظم د شینزن په هوائي ميدان ?? چين اعلیٰ چارواكو ، پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زیدونګ، د پاکستان چین كښې سفیر خلیل هاشمي او اعلیٰ سفارتی اهلکارو تود هركلے وكړو۔د وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان ل?? مخې وزیرِاعظم سره به نن د چین کمیونسټ ګوند شینزن لپاره سیکرټری مینګ فینلی ملاقات کوي چې پكښې به د چین پاکستان مرستې ته لا ودې وركولو په اړه خبرې كيږي۔وزیرِاعظم به سبا پاك چائنه بزنس فورم كښې ګډون كوي ، دغسې د سي پیك دويم پړاؤ ترمخه د پاکستان او چین کمپنیو ترمينځه بيلو څانګو كښې مرستې او شراکت دارۍ لپاره فورم به يو مهمه كاميابي وګرځي۔ و??یرِاعظم به د نوموړو چین هائی ټيك کمپنیو مشرانو سره هم ملاقات کوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د د??اع وزير خواجه آصف، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې او رېونيو وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم وزيراعظم سره ملګري دي ۔ و??يراعظم شهباز شريف ?? چين اولس مشر شي جن پنګ او ?? چين وزيراعظم لي كيانګ په خاص بلنه د جون له 4 نه تر 8مې نيټې ?? چين پنځه ورځنۍ رسمي دوره كوي۔ د بیان ل?? مخې چین ته د وزیراعظم دوره د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د د??یم پړاؤ او د پاکستان او چین د ستراتیژیکي او اقتصادي اړیکو لا پراختیا لپاره زياته مهمه ده۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم به د د??اړو هېوادونو د كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ترمينځه همكارۍ ته ودې وركولو له ?? چين په شينزن ښار كښې بزنس فورم كښې ګډون كوي۔ و??یرِ اعظم به د چین ون ونډو آپرېشن ليدلو له د نانشان ون ونډو او د هواوے هېډ کوارټرز دوره هم كوي۔ و??یراعظم به د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې بیجنګ ته ځي چرته به چې هغه ?? چين اعلی مشرتابه سره ملاقات كوي۔ و??یرِ اعظم به چينائي صدر شی جن پھنګ او خپل چينائي همڅنګ لی چیانګ سره هم ملاقاتونه كوي۔ دغسې وزیرِاعظم به د چین او پاکستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون كوي۔ دې سره سره به هغه اعلی سركاري عهدېدارو ٬ د بېلو كمپنيو مشرانو او چينائي سرمايه كارانو سره ملاقاتونه كوي۔ په بیجنګ كښې به وزيراعظم د عوامی یادګار (پیپلز مانومنټ) دوره هم كوي۔ و??يراعظم به ?? چين خپلې دورې په وروستي پړاؤ كښې ?? چين شيان ښار ته ځي چرته به چې هغه ځايي مشرتابه سره ملاقاتونو سره سره ?? چين د وزيراعظم د كركيلې په پرمختګ كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو مشاهده كولو له د ماډل فارمز او ګرين ټېكنالوجي كمپنيو دوره كوي۔ د د??رې په مهال به د پاكستان او چين ترمينځه نه يواځې د سي پېك په دويم پراؤ ٬ ستراتيجيكي همكارۍ بلكې د تجارت او سرمایه کارۍ، دفاع، قامي او سيمه ايزې سلامتيا٬ توان، خلائي تحقیق، سائنس و ټېکنالوجۍ، تعلیم او هنر او د كلتور په څانګو كښی همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔ د بيان ل?? مخې د وزيراعظم شهباز شريف دوره به دوه اړخيزه همكاري لا مثبت پلو روانولو له مهمه ثابت شي۔
وزیراعظم شهباز شریف د چين پنځه ورځنۍ دورې په وړومبي پړاؤ كښې شينزن ښار ته ورسيد
UG Sports Honest Betting Link
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ