اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن بلوچستان كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ خپل يبان كښې هغه ووئيل په بلوچستان كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان ټول اولس ته خفګان رسېدلے دے٬ حكومت به د زلزله ځپليو هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ هغه اړوندو چارواكو ته د زلزله ځپليو د هر ډول ممكنه مرستې او ژوبل شويو ته د غوره طبي آسانيو وركولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير زلزله كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه۔
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria