اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات ??و خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې ??نډمهاله حکومت د ټولو نړيوالو لوظنامو احترام كوي او په دې به عملدرآمد جاري ساتي٬ حکومتي خرڅونه كمول، سرمايه کارۍ ته وده وركول٬ د سرمايه كارۍ په لاره كښې رامخې ??ه خنډان لرې كولو پشمول د قاچاق مخنيوي لپاره اقدامات كوٶ۔ دا خبره ده د جمعې ??ه ورځ د خزانې٬ توان او كامرس وزيرانو سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپل وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل د اېپکس کمېټۍ د دوه ورځنۍ غونډې وړومبۍ ورځ وه د دې غونډې دوېم سېشن به (نن) د خالي ??ه ورځ كېږي۔ ده ووئيل چې خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) كښې درې لويو مقصدونو انفارميشن ټېکنالوجۍ، مائننګ او كركيلې ته پام ګرځول دي۔ ده ووئيل نن د اېس آئي اېف سي د اېپكس كمېټۍ په غٶنډه كښې حكومتي خرڅونه او ګرځينده قرضې كولو٬ د نجكارۍ ع??ل بهتر كولو او د قاچاق مخنيوي پشمول په نورو مسئلو غور شوې۔ ده ووئيل حكومتي خرڅونه كمولو لپاره عملي اقدامات كوٶ او د غېر ملكي سرمايه كارۍ پحقله رامخې ??ه خنډان به لرې كولې شي او ويزه پاليسۍ كښې به بهتري راوستې شي۔ ده ووئيل د قاچاق په مخنيوي هم كار جاري دے۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل چې ??نډمهاله حکومت د ټولو نړيوالو لوظنامو احترام كوي او په دې به عملدرآمد جاري ساتي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل تېر حكومت چې ??وې پرېكړې كړې دي زمونږ قانوني رائے هم دا ده چې ??ه هم په ھغې عمل وكړې شي۔ اېس آئي اېف سي د اېپكس كمېټۍ د پرېكړو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل غونډه جاري ده٬ وړومبۍ غونډه وشوه (نن) به دوېم غونډه كېږي، په دې كښې د شوې پرېكړو ټول تفصيلات ??ه ميډيا ته وړاندې كولې شي۔
لنډمهاله حکومت د ټولو نړيوالو لوظنامو احترام كوي او په دې به عملدرآمد جاري ساتي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي پرېس کنفرنس ته وېنا
Dragon and Treasure Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج