اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) د كل جماعتي حریت کانفرنس آزاد کشمیر څانګې کنوینر محمود احمد ساغر د اګست پنځمه نېټه د کشمیر په تاریخ کښې یوه تر ټولو توره ورځ بللو سره وئيلي چې په دې نېټه كال 2019 كښې د نرېندر مودی د هندو توا هندي حکومت د جمو او کشمیر د ځانګړی حیثیت ختمولو غېر قانوني كارروائي وكړه چې يوازينې مقصد يۍ په مقبوضه سيمه كښې ?? مسلمانانو اکثريت په اقليت كښې بدلول دي۔ ?? كشمير ميډيا سروس له مخې محمود ساغر په اسلام آباد كښې جاري شوي خپل يو بيان كښې ووئيل چې د اګست په 5 مه نېټه هند د كشمير ډېر ناوړه استحصال وكړو او دا ورځ به د استحصال ورځې په توګه ټول عمري له ياده ساتلې شي?? ده په كشميري اولس زور راوړو چې هغوي دې 5 اګست د تورې ورځې په توګه لمانځلو سره نړيوالې ورورولۍ ته دا ښكاره پېغام وركړي چې مونږ كله هم د هند غېر قانوني قبضه نه قبلوؤ۔ ده ووئيل كشميرې اولس به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې خپلې هڅې ر??ان?? ساتي او هندي ظلم او زياتې دوئي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ستړو كولو څخه منع كولې نه شي?? ده د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته ژوند كوؤنكو او په ګرده نړۍ كښې پاتې كېدونكو كشميري وګړو ته غږ وكړو چې هغوي دې د هندي جارحيت په ضد د اګست په 5 مه نېټه لاريونونه وباسي او د نړۍ پام دے د كشميري اولس ناوړه حالت پلو وګرځوي
پنځم اګست د کشمیر د تاریخ تر ټولو زياتو تورو ورځو كښې شمېرلې شي٬ د كل جماعت حريت كنفرنس كنوينئر
Online City Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ