اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) وفاقي حکومت نوي ما??ي كال 24-2023 لپاره نزدې د 14 ټريلين روپو ما??يت وفاقي بجټ (نن) د جمعې په ورځ وړاندې كوي٬ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار به په قامي اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كوي٬ حكومت د هېواد او په نړيواله كچه معيشت ته د پېښو مسئلو او چېلنجونو له مخې بجټ جوړ كړے دے٬ د نوي ما??ي كال وفاقي بجټ كښې اولس ته زيات ريليف وركول، د زرعي څانګې پرمختګ او په زرعي صنعت كښې جديديت٬ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وده٬ برآمداتو كښې اضافه٬ صنعتي پرمختګ ته وده وركول، کاروبار او سرمايه کارۍ كښې آسانۍ رامخې ته كول او د معيشت دستاوېزي كولو پلو پام ګرځولے شوے دے٬ حکومت د اولس او کاروبار ??ه ګټه وفاقي بجټ وړاندې كولو بشپړه عزم لري٬ د نوي ما??ي كال په بجټ كښې په خساره قابو موندلو لپاره د ما??ياتي استحكام پاليسو ته هم پام شوے دے٬ د بهرنيو ما??ياتو ادايګيو انتظام نه علاوه په محصولاتو كښې اضافه، اقتصادي استحکام او ترقۍ لپاره اقدامات٬ په غ??ر پرمختيائي خرڅونو كښې كمې، د روزګار موقعو پېدا كولو سره په برآمدات كښې اضافه او د هېواد سماجي او اقتصادي سوكالۍ لپاره اولس دوسته پالېسۍ په بجټ كښې شامل كړې شوې دي٬ د نوي ما??ي كال په وفاقي بجټ كښې د ګورننس بهترۍ او سرمايه کارۍ لپاره نجي څانګې ته وده وركولو لپاره اصلاحات معرفي كولو نه علاوه سماجي پرمختګ ته هم پام كېږي٬ حکومت به د ټېکس وصولۍ نظام بهترۍ٬ د ټېكس بنياد پراخه كول او ټېکس وركوٶنكو ته سهولتونه وركولو لپاره اقدامات كوي۔ د روان ما??ي كال په مهال د محصولاتو قوي كولو نمو لمخې د حكومت لخوا 24-2023 لپاره د محصولاتو د وصولۍ هدف 9 ټرېلينه روپو نه زيات د مقرر كولو امكان ??ے۔ د ذريعو له مخې د نوي ما??ي كال 24-2023 وفاقي بجټ لپاره ټولې تيارۍ روانې دي۔
وفاقي حکومت نوي مالي كال 24-2023 لپاره نزدې د 14 ټريلين روپو ماليت وفاقي بجټ (نن) وړاندې كوي
Get the official website of Hawaii Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : sorteios quina