اسلام آبا?? ۔18مئی(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې د پاكستاني سفير پېغام يو وارې بيا پوسټ كولو سره وئيلي دي چې سفارت خانه په بشکیک كښې پاكستاني زده كوؤنكو ته آسانۍ وركولو له كرغز چاروكو سره په ??ما?? كښې ده ولې چې د دوئي حفاظت سفير او د هغه ډلې لپاره زيات مهم دے۔ دې څخه وړاندې په كرغزستان كښې پاكستاني سفارت په بشكيك كښې د زده كوؤنكو د ډله ييز تشدد پېښې نظر كښې نيولو سره پاكستاني زده كوؤنكو ته په خپلو استوګنو كښې د پاتې كېدو مشوره وركړې ده۔ په سوشل میډیا پوسټ كښې په بشكيك كښې د پاكستان سفير حسن ضیغم باور وركړو چې سفارت خانه د پاکستانی زده كوؤنكو خونديتوب باوري كولو له ځايي قانون نافذ كوؤنكو چارواكو سره په ??ما?? كښې ده۔ سفير په بېړني صورتحال كښې کال كولو له هېلپ لائن لمبرې 996555554476+ او 996507567667+ هم شيئر كړې۔ بلخوا په سوشل ميډيا بېل پوسټس كښې په بشكيك كښې د غېر ملكي زده كوؤنكو هاسټلز ته ن??دې د ډله ييز تشدد اطلاعات وركړې شوي دي۔ په دې اړې رامخې ته شوې فوټېجز او عكسونو كښې خلقو اړوندو چارواكو څخه د پاكستاني زده كوؤنكو د فوري مرستې اپيل ??ړے دے۔
په بشکیک كښې پاكستانے سفارت د كرغزستان اعلی چارواكو سره په تماس كښې دے ٬ د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina